Добавить новость

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده. د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته. د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي. د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.
Губернаторы России



Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта