پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د افغانستان او د خیبر پښتونخوا چارواکي او اوسېدونکي وايي، د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو په کونړ او باجوړ کې پر مختلفو ځایونو توغندي ویشتلي دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي دي چې پاکستانیو ځواکونو د مارچ پر ۲۹مه ناوخته د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ د توپونو توغندي وویشتل چې پکې یو کس ووژل او ۱۶ ژوبل شول.
خو په اسعد اباد کې یوې روغتیايي او بلې طالب سرچینې د مارچ پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴...