پاکستان وايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورځي
پاکستان وايي د منځني ختيځ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په موخه د مارچ پر ۲۹مه د سعودي عرب، ترکیې او د مصر د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ځي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار په بلنه پاکستان ته ورځي.
په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د سعودي عرب، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران شهزاده فیصل بن فرحان السعود، حاقان فیدان او ډاکټر بدر العاطي به د...