د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په وړاندې یې عملیات بیرته پیل کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د لنډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته اسلام آباد په هغه هیواد کې پوځي عملیات جاري ساتلي دي. د دې وزارت ویاند طاهر اندرابي دا خبره د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ داسې مهال وکړه چې په کابل کې د پاکستان د تیرې اونۍ د هوایي برید د قربانیانو دوهمه ډله خاورو ته وسپارل شوه. په کابل کې د مخدره توکو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي بريد په ترڅ کې د طالبانو په وینا له ۴۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. پاکستان پرملکي اهدافو د...