چینايي پوځي بېړۍ او سرتېري له پاکستانیو ځواکونو سره د تمرینونو لپاره کراچۍ ته رسېدلي دي
د چین یوه پوځي بېړۍ او ګڼ سرتېري له پاکستانیو بحري ځواکونو سره د ګډو تمرینونو لپاره د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدلي دي.د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د مارچ پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې دا تمرینونه د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو امنیت د تیاریو برخه دي.
بیان وايي، دا مشقونه به د اپرېل تر دویمې پورې روان وي. د دواړو هېوادونو پوځیانو تر دې مخکې هم د "ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې" او امنیتي مقاصدو لپاره تمرینونه کړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو پروژو د کرارو کارونو د چټکولو لپاره یوه بله کمېټي جوړه کړې ده.