پاکستان وايي اپرېل کې یې خلکو او کاروبارونو ته د تېلو رسول باوري کړي دي
د پاکستان حکومت وايي، د روانې میاشتې په پاتې ورځو او اپرېل کې یې په هېواد کې خلکو او کاروبارونو ته د تېلو رسول باوري کړي دي. د پاکستان مالیې (خزانې) وزارت د مارچ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې د وزیر محمد اورنګزېب په مشرۍ د تېلو د بیو څارلو کمېټۍ غونډه وشوه.
بیان وايي، په پاکستان کې د تېلو پیداوار او واردات (درامد) سم روان دي او په هېواد کې د اطمینان وړ تېلو زېرمې موجودې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ له وجې نه یوازې په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي بلکې...