افغان سوداګر؛ مالونه مو د ایران د جګړې له کبله د متحده عربي اماراتو په بندرونو کې بند پاتي دي
په کراچۍ بندر کې له څو میاشتو ځنډ وروسته متحده عربي اماراتو ته د افغان سوداګرو انتقال شوي مالونه اوس د هغه هیواد جبل علي بندر کې بند پاتې دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي دا کانتینرونه چې شمېر یې له شپږو زرو زیات دی په منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي له امله له تېرو شاوخوا شل ورځو راهیسي درول شوي دي.
د دې خونې یوه مسول خان جان الکوزي چهارشنبه د حمل ۵مه ازادي راډيو ته وویل،"متحده عربي امارات اجازه نه ورکوي چې دغه مالونه ایران ته ولېږدول شي، او هلته هره ورځ په یو کانتینر له ۱۰۰ تر...