ایران د خلیج او منځني ختیځ پر سیمو تازه بریدونه کړي دي
په داسې حال کې چې له تهران سره د خبرو اترو د امکان په اړه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګندونو د نړیوالو بازارونو اندېښنې کمې کړې دي، ایران د مارچ پر ۲۵مه د خلیج او منځني ختیځ پر سیمو تازه بریدونه کړي دي.د فرانسې خبري اژانس د مارچ پر ۲۵مه وویل چې تر شاوخوا یوې میاشتې جګړې وروسته د ترینګلتیا د کمېدو نخښې لیدل کېږي او د تېلو بیې په څرګند ډول ټیټې شوې دي.
رویټرز اژانس وايي چې ټرمپ د مارچ پر ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن "اوسمهال له تهران سره په خبرو بوخت دی" او زياته يې کړه چې ايران...