ټرمپ؛ په ایران کې له مناسبو کسانو سره د جګړې د پایته رسیدو په اړه خبرې کوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" د ایران د جګړې د پایته رسیدو په موخه له "مناسبو کسانو" سره خبرې اترې کوي".
د هغه په ټکو، "ایرانیان غواړي له امریکا سره یو جوړجاړي ته ورسیږي".
هغه د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،"موږ د خبرو اترو په حال کې یوو".
خو ټرمپ په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
له دې وړاندې پاکستان ویلي و چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پایته رسیدو په موخه د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.
ټرمپ د خبرو اترو د استازو په اړه څه و نه ویل، خو تایید يې کړه چې د بهرنیو چارو وزیر...