کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي
د کولمبیا چارواکي وايي، د هغه هېواد د یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي.فرانس پرېس، رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانسونو د کولمبیا د چارواکو په حواله لیکلي دي چې دا پېښه د مارچ پر ۲۳مه مخې ته راغلې ده.
چارواکي وايي، دغه سي - ۱۳۰ الوتکه له ایکواډور او پیرو سره پر پوله د کولمبیا په پورتو لیګوزامو سيمه کې پرېوتې ده.
د کولمبیا دفاع وزیر پیدرو سانچیز رسنیو ته ویلي، الوتکه چې څنګه له ځغاستلیکې پورته شوه نو د یو نیم کیلومیټر په واټن کې بېرته پر ځمکه ولګېده چې له امله یې الوتکې اور واخيست.