د پیښور په زندانونو کې د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو یو شمېر استازي ادعا کوي چې په دې ایالت کې د پاکستاني پولیسو له لوري د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو لسګونه نیول شویو افغانانو دضمانت غوښتنې رد شوي او نیول شوي کسان لا هم د پېښور په زندانونو کې په نامعلوم وضیعت کې ساتل کیږي.
د پېښور اوسېدونکی نعیم خان چې په خبره یې د یو شمېر نیول شویو افغانانو وکالت کوي سې شنبه د حمل ۴ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان تر ډېره په روژې میاشت کې نیول شوي دي. هغه وویل:
"اوس مهال نوی عملیات نه دی پیل شوی، خو هغه عملیات چې د...