یوه ایراني چارواکي ویلي چې د منڅګړو له لارې یې د امریکا پیغامونه ترلاسه کړي
سيبيایس خبري چاینل ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي چې دوی د منځګړو له لارې له متحدو ایالتونو څخه ځینې پیغامونه ترلاسه کړي دي او دا موضوعات اوس تر غور لاندې دي.»
سيبيایس د دې «لوړپوړي چارواکي» نوم نه دی یاد کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ ویلي و چې متحد ایالتونه او ایران په وروستیو ورځو کې «ډېرې ښې او رغنده خبرې» کړې دي.
هغه د ایران پر برېښناکوټونو د برید په اړه خپل ضربالاجل، چې ایران ته یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ټاکلی...