د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، د پاکو اوبو نړیوال بحران تر ټولو زیات ښځې او نجونې زیانمنوي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه «یو این ومن» وایي چې د پاکو اوبو نړیوال بحران ښځې او نجونې تر نورو ډېرې زیانمنوي او د دوی په وړاندې نابرابري لا ژوروي.
دې سازمان یکشنبه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي ښځې هره ورځ ساعتونه ساعتونه د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوبو په راوړلو مصرفوي، دا مسولیت ډیری وخت د زده کړو فرصتونو له لاسه ورکولو، د عوایدو د کمښت او د روغتیا او امنیت د خطر سره مل وي.
په بیان کېټینګار شوی چې ښځې یوازې د دې بحران قربانیانې نه دي، بلکې...