په تهران کې څو ځایه چاودنې اورېدل شوې دي
د فرانسې خبري اژانس وايي، د مارچ پر ۲۳مه سهار مهال په تهران کې چاودنې اورېدل شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو پر ایران د حملو د نوې لړۍ پیلولو اعلان کړی دی.
د ایران مهر اژانس پر ټېلېګرام لیکلي چې په تهران کې د چاودنو غږ اورېدل شوی دی.
اخوا فارس خبري اژانس ویلي دي چې په تهران کې پینځه ځایه په هوايي بریدونو کې په نخښه شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د خپل خبریال له خولې ویلي دي چې د تهران په ختیځ کې له یوې سیمې څخه تور لوګي پورته کېږي.
په همدې حال کې اسراییلي پوځ پر ټېلېګرام لیکلي دي...