پاکستان پر های اوکټېن تېلو د لیټر پر سر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه لګولې
د پاکستان حکومت د های اوکټېن ډوله تېلو پر یو لیټر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه (ټیکس) او په سرکاري ګاډو کې یې پر استعمال بنديز لګولی دی. دا پرېکړې د هغې کفایت شعارۍ برخه دي چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې اعلان کړې ده.
د وزیراعظم دفتر د مارچ پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې که د کوم سرکاري چارواکي په ګاډي کې د های اوکټېن پېټرولو استعمال اړین وي، نو بیا دې یې لګښت له خپل جېبه پرې کوي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۲۲مه وزیراعظم شهباز شریف د تېلو او پېټرولو چارو،...