د لنډ مهاله اوربند د پای ته رسیدو په درشل کې د شخړو د بیا پیلیدو په اړه د یوشمیر ولایتونو د اوسیدونکو اندیښنې
داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوی لنډ مهاله اوربند دوشنبه د شپې دولس بجې پای ته رسېږي ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یو شمېر ولایتونو ځیني اوسېدونکي د جګړې د بیا پیلېدو له امله په سخته وېره کې دي.
د ختیځ کونړ ولایت چې د راپورونو له مخې د اختر په ورځو کې هم ارامه نه و، یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل دې نښتو له ولسي وګړو پراخه قرباني واخیسته او دوام به یې دوی لا زیانمن کړي.
د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ستارخان دوشنبه د حمل ۳مه ازادي راډيو ته وویل...