یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف وایي، تیر۲۰۲۵ کال کې یې د شریکانو په مرسته په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي. د دې صندوق چارواکي تاج الدین اویوال د مارچ په ۲۲ د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دغو هڅو یې له ماشومانو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کړې او هم یې میندو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي. یونیسف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون یکشنبې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت...