ریچارډ بینیټ: دا یوازې افغانستان دی چې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره له ۶ ټولګي پورته نجونې پکې له زده کړو محرومې دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورنکي ریچارډ بینیټ د نوروز په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دا یوازې افغانستان دی چې د نوي کال له پیلیدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځي ته له تلو محرومې دي. بینیټ د یکشنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې
"نوروز دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي چې لمانځي یي! زه یادونه کوم چې دا یوازې په افغانستان کې د یوه بل ښوونیز کال پیل نښه کوي چې په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښوونځي کې خپلو...