د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د ولسمشرټرمپ ګواښ او پر ایران او حزب الله د اسراییل د بریدونو دوام
د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د سخت ګواښ د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره، د اسراییل پوځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او حزب الله پر وړاندې به جګړې څواونۍ نور هم دوام وکړي.
د پوځ ویاند، جنرال ایفي ډفرین، د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه وویل: "د اسراییل وګړو، موږ د ایران او حزب الله پر وړاندې د جګړې نورې څو اونۍ هم مخې ته لرو." هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تیریدو سره، موږ(تهران کې) ترهګر رژیم لا ډېر کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا رژیم یا...