په افغانستان کې د نوروز دودونه اوس په څه ډول لمانځل کیږي؟
نن شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم په رسمي ډول نوروز نه نمانځل کیږي خو دوی په خپلو کورونو کې په ساده ډول دا مناسبت نمانځي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی سعیده وايی په سره دوی د نوروز د دود د ژوندي ساتلو هڅه کوي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل :« موږ به مزار شریف ته د جنډې د پورته کولو مراسمو ته تللو او هلته به مو نوی کال نمانځه، کورنۍ به راټولېدو، هفت میوه به مو تیاروله، میلې به مو کولې، شنو سیمو ته به تللو، اوس هم د دې لپاره چې...