په ایران کې د اختر لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ د مجتبی خامنه یي په غیاب کې ادا شو
په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو.
د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو.
د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته.
پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه.
په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني...