بریتانوي چارواکي وايي د زرګونو افغان کډوالو د ادرسونو معلومات یې له لاسه ورکړي
بریتانوي چارواکي وايي چې د نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوالو د پتو په هکله معلومات یې لاسه ورکړي دي.
بریتانوي ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغو کډوالو ،چارواکو ته له خبر ورکولو پرته خپل د استوګنې ځایونه پریښي.
ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د مارچ په شلمه د چارواکو په حواله لیکلي چې د ۶۹۲۹ دغو کسانو ادرس نا معلوم دی .
خو د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې حکومت اړتیا نلري چې د کډوالو له میشتیدو وروسته د هغوی ځای وڅاري.
وروسته لدې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې بیرته واک ته ستانه شول، سلګونو زره افغان سرتیرو او ملکي...