په افغانستان کې نن کوچنی اختر لمانځل کېږي
د طالبانو د حکومت سترې محکمې تر اعلان وروسته د مارچ پر ۱۹مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او په دې لړ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو په لویو او وړو جوماتونو کې خلکو د اختر لمونځ کړی دی.د افغانستان د سترې محکمې د میاشت لیدو هیت د مارچ پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې په "هېلمند، فراه او غور" ولایتونو کې ګڼو خلکو د هجري قمري کال د "شوال المکرم (کوچني اختر) میاشت" ولیده او "شرعي محاکمو ته یې شاهدي" ورکړه چې عالمانو معتبره وبلله نو ځکه یې اختر اعلان کړ.
د طالبانو حکومت د اختر د لمونځ د امنیت لپاره...