افغانستان او پاکستان د اختر په مناسبت د اوربند اعلان کړی دی
پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر په مناسبت پر يو بل د پينځو ورځو لپاره د بريدونو درولو اعلان کړی دی.د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې حکومت يې په خپل "ابتکار" او د سعودي عرب، قطر او د ترکیې په غوښتنه پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د "غضب للحق عملیاتو" په نوم په روانو "عملياتو" کې "لنډمهاله وقفه" وکړي.
نوموړي زياته کړې ده چې دا وقفه به د مارچ د ۱۹مې شپې له ۱۲ بجو څخه د مارچ تر ۲۳مې تر نیمې شپې پورې نافذه وي.
تر دې بيان...