سي پي جې پاکستان کې د افغان خبریالانو د ځورونو، نيونو او ايستلو لړۍ بندولو غږ کړی دی
د خبریالانو د خوندیتوب ادارې (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جې) د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف غږ کړی دی چې هلته د مېشتو افغان خبریالانو "ځورونه، خپل سرې ګرفتاریانې" او له هېواده دې یې ایستل بند کړي.یادې ادارې د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه په بیان کې ویلي دي چې سي پي جې د بې پولې خبریالانو له سازمان او د ازادې رسنیو له ادارې (فريډم پرېس انلېمېټېډ) سره په همغږۍ دا غوښتنه کوي.
تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان د مارچ پر ۱۳مه شهباز شریف ته په یو لیک کې غوښتنه کړې وه چې په پاکستان...