د معتادینو د روغتون یو ټپي؛ ډیر ملګري مو له کوټې بیرون غورځیدلي وو، د چا پښه نه وه او د چا لاس نه وه
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ۶۷۳کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خو پاکستاني چارواکي ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې یو شمیر پوځي سیمې په نښه کړي او درانده تلفات يې اړولي دي.
"ډیر ملګري او دوستان مو له کوټې بیرون غورځیدلي وو، د یوه پښه نه وه او د یوه لاس نه وه".
په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون "امید" د پاکستاني پوځ د بریدونو ټپي نقیب الله و.
نقیب الله د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،" یو څه مواد مې کارول، کورنۍ مې دلته...