د درو میاشتو لپاره د یوناما ماموریت پر غځولو غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی.
د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي:
«په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.»
په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا...