Добавить новость

افغانستان کې دشري ناروغۍ موارد زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتیدو ده. دغه سازمان د دوشبنې په ورځ د مارچ په ۱۶ مه د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې په تیره فبروري میاشت کې افغانستان کې د شري څه دپاسه ۲۶۰۰ نوي موارد او ۱۶ وفیات یې ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې دغه شمیر د مخکنۍ میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز په فبروروي میاشت کې د تنفسی شدید عفونت د ۱۵۷ زره مواردو او د ۳۱۳ اړوندو وفیاتو هم خبر ورکوي او وايي چې دغه شمیرې د جنوري میاشتې ابتلا ته په کتو ۳ سلنه کموالی ښيي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта