ډبیلو ایف پي: د وروستیو شخړو له زیانمنو سره یې د خوراکي مرستو بهیرپیل کړی
د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د یکشنبې په ورځ د کب یا حوت په ۲۴ اعلان وکړ چې د "ژوند ژغورونکي" خوراکي توکو رسولو بهیر یې د هغو له ۲۰ زره زیاتو افغان کورنیو لپاره پیل کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله بې ځایه شوي دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپورله مخې بې ځایه شوې کورنۍ به په لومړي سر کې د "فوري" لوږې د کمولو لپاره مقوي بسکویټونه او چمتو شوي خواړه ترلاسه کړي.
ډبلیو ایف پي ویلي دي چې په راتلونکو څو اونیو کې به زیانمنو کورنیو ته اضافي مرستې هم ورکړل شي، چې پکې خوراکي توکي او نغدي مرسته شامله ده.