UNDP: د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ډیری بنسټیز تاسیسات د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره رغول شوي دي
د ملګروملتونوپراختیایي پروګرام،UNDP وايي، د افغانستان په ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې ویجاړشوي ډیربنسټیزتاسیسات رغول شوي چې لسګونو زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي. دې پروګرام د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان لپاره د مرستو، کارموندنې اوحیاتي زیربناوو له پروګرام سره د جنوبي کوریا د مرستو پرمټ له ۵۴۰۰ زیات کسان ګومارل شوي و چې په زلزله ځپلو سیمو کې د پاک کارۍ چارې مخ ته یوسي ترڅو مهمې عامه زیربناوې ورغول شي اوخلک ورته لاسرسی پیداکړي. د دې پروګرام په وینا د دغو هڅو په نتیجه کې د اوبو سیسټمونه،...