د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي
ټاکل شوې چې د ملګروملتونوامنیت شورا نن دوشنبې د هغه پریکړه لیک پرمسودې رایې واخلي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه مامویت، یوناما تمدیدوي. تمه ده چې دا ځل دا ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځول شي. د امریکا متحده ایالاتو ویلي د دې ماموریت لنډمهاله تمدید به د ملګروملتونو امنیت شورا ته فرصت برابرکړي ترڅو دا وارزوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام آیا هغه مناسب او بشپړد پلي کیدو وړدی کنه. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي مایک والتز د افغانستان په اړه د دې شورا د تیرې دوشنبې د ورځې...