کوزده شوي افغانان: اقتصادي وضعیت مو خراب دی، کوزدنې ته اختری نشو وړلای
د اختر په رانېژدې کېدو سره، ډېری کورنۍ په افغانستان کې کوزده شویو نجونو ته د اختري وړلو چمتوالی نیسي.
د میدان وردګو ولایت یوه اوسېدونکې چې په خبره یې په کورنۍ کې یې د دې په ګډون درې کسان کوزده شوي نور هم شته، وایي، په اختر کې د کوزدنې لپاره د اختري (عیدي) ګران بیه ډالو وړل یې له دودونو څخه دي.
دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وایي که څه هم دا دود یې په سیمه او کلي کې په پراخه کچه ترسره کېږي، خو ټینګار کوي چې د کوژدن شویو نجونو کورنۍ دې د زوم اقتصادي شرایطو ته په کتو ډېرې او ګرانې غوښتنې نه کوي.