ټرمپ: د هرمز تنګي پرانیستي ساتلو ته به نور هېوادونه هم جنګي بېړۍ واستوي
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو لپاره به یوازې امریکا نه بلکې نور هېوادونه هم خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي.ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۱۵مه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل په خپاره کړي بیان کې د نړۍ د یو شمېر مهمو هیوادونو نومونه یاد کړي دي.
نوموړي لیکلي، "د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او برېتانیا په څېر هغه هېوادونه چې د ایران د هڅو له امله د هرمز تنګي د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چمتو دي چې د امریکا ترڅنګ د خپلو سمندري ځواکونو بېړۍ سیمې ته واستوي چې دا مهمه سمندري...