د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ د کرکټ وروستۍ لوبه نن ترسره کېږي
د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو وروستۍ هغه نن د مارچ پر ۱۵مه ترسره کېږي. تر دې وړاندې په ترسره شوې لومړۍ لوبه کې بنګلادېش او په دویمه کې پاکستان بریا ترلاسه کړې وه.
د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې بنګلادېش ته په ۱۲۸ منډو ماته ورکړې وه.
د مارچ پر ۱۳مه په میرپور کې ترسره شوې لوبه کې بنګلادېش پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
د پاکستان لوبډلې په ۴۸ اورونو کې ۲۷۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. د پاکستان له خوا معاذ صداقت ۷۵، سلمان اغا ۶۴ او محمد رضوان ۴۴ منډې وکړې.