Добавить новость

هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي. دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.» په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي. د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта