شهباز شریف د محمد بن سلمان په بلنه سعودي عرب ته تللی دی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر ۱۲مه په يو لنډ سفر سعودي عرب ته تللی دی.د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې شريف دا سفر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه ترسره کوي.
اعلامیه زیاتوي چې دواړه مشران به "د سیمې پر روانو ترینګلتیاوو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمينځ پر دوه اړخیزو اړیکو نظرونه تبادله کړي."
شريف داسې مهال سعودي ته سفر کړی چې په منځني ختیځ کې سخته جګړه روانه ده، او خلیجي هېوادونه، چې سعودي عرب هم پکې شامل دی، د ایران له بریدونو سره مخامخ دي.
تهران وايي چې هغه...