په هرات کې د عالۍ اوبدلو ستر مرکز پرانیستل شو
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايی بانک په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست.
په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتېIndrika Ratwatte ، ځايي سپینږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا...