ملګرې ملتونه؛ په ایران کې روانې جګړې افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي
ملګروملتونو د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) خبرداری ورکړی چې په ایران د جګړې شدت په دې هېواد کې میشت په زرهاوو افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته راستانه شي.
په افغانستان کې د یو ان ایچ سي ار استازي عرفات جمال په جینوا کې خبریالانو ته ویلي،" پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته هر ورځ ۱۷۰۰ افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستنیږي".
فرانس پرس خبري اژانس د جمال په حواله وايي،"که څه هم دغه کډوال په منظم ډول راستنیږي خو ویره لري".
د هغه په ټکو،"هغه څه چې اوس په ایران کې روان دي پایلې به يې افغانستان اغیزمن کړي".