نانوایان: د خواله رسنیو له لارې په کیدونکو مرستو بې وزلو ته وړیا ډوډۍ ورکوي
په افغانستان دننه یو شمېر ډوډۍ پخونکي یا نانوایان وایي، د خواله رسنیو له لارې مرستې تر لاسه کوي او په مقابل کې یې پر بې وزلو افغانانو وړیا ډوډۍ وېشي.
د دوی په خبره د ټیک ټاک له لارې ترلاسه شوي ډالۍ ( ګیفتنینګ) د بېوزلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاروي.
ډالۍ په پیسو بدلېږي او وروسته پر اړو خلکو د وچې ډوډۍ تر څنګ بېلابېل خوراکي او نور توکي د لومړنیو مرستو په بڼه وېشل کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی او د یوې نانوایي خاوند حسیب وایي، هره ورځ پر ټیک ټاک په ژوندۍ بڼه ویډیوګانې خپروي، له خپلو څارونکو مرستې تر لاسه...