په م.م د پاکستان استازي د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د هند او پاکستان تورونه رد کړل
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار، د امنیت شورا په غونډه کې د هند او افغانستان د استازو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان له خپلو پولو ورهاخوا د سختدریځو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د هند او افغانستان استازو پر پاکستان تور پورې کړ چې د پولې پورې غاړې وسلهوالو فعالیتونو ملاتړ کوي.
پر پاکستان دا تور له څو لسیزو راهیسي د افغانستان او هندوستان حکومتونه لګوي.
په امنیت شورا کې د افغانستان او هندوستان د تور په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې دا نیوکې...