د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې او نجونې د طالبانو له سختو بندیزونو سره په محرومیت کې ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه « یو اېن ومن » او په افغانستان کې د دې سازمان سیاسي استازولي « یوناما » وايي په افغانستان کې ښځې د نارینهو پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري.
دواړو ادارو د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي او دغه وضعیت ګڼې ښځې له خوندي لارو د خپلو حقونو ترلاسه کولو، ملاتړ او یا د ناوړه ګټې اخیستنې سره له مقابلې بېبرخې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي د...