د بشري حقونو څار سازمان: په ایران کې په یوه لومړني ښوونځي برید باید د یوه جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي
د بشري حقونو څار سازمان ویلي د ایران په سویل کې د میناب ښار په یوه لومړني ښوونځي برید چې پکې لسګونه ماشومان ووژل شول باید د یوه جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.
د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۰۸ ماشومان په دغه برید کې وژل شوي.
شنبه د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې د کب/حوت په نهمه دا ښوونځی هغه وخت هدف وګرځېد چې د ایران بیلابیلې سیمې د امریکا او اسراییلو له خوا تر بریدونو لاندې راغلې.
بیان زیاتوي په میناب ښار کې د شجره طیبه ښوونځی د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو یوې اډې ته نږدې پروت دی خو څېړنې ښیي چې...