د افغانستان کرنیز محصولات د روسیې بازار ته صادریږي
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران له لوري د خوراکي توکو د صادراتو له بندېدو وروسته، د روسیې د میوو او سبزیجاتو د بازار د اړتیا یوه برخه به د افغانستان له لارې پوره شي.
روسي رسنیو پرون (جمعه- د کب ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز له قوله راپور ورکړی چې د ایران له لوري د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د صادراتو د نامحدود بندیز له اعلان وروسته، په روسیه کې له افغانستانه د محصولاتو واردولو ته غوښتنې زیاتې شوې دي.
د دې مرکز د مسوولانو په وینا، ایران د سیمې د پوځي شخړو د...