د ایران جګړه کې افغان کډوال هم زیانګالي دي، ریچارې بېنیټ یې وضعیت د اندیښنې وړ بللی
نن پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو هوايي بریدونو اوومه ورځ ده. په دې موده کې، په ایران کې له میشتو افغانانو او کډوالو سره اړیکې په کلکه محدودې شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ د میلیونونه افغان کډوالو وضعیت ته ژوره اندیښنه لري.