Добавить новость

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د نامتو لوبغاړي راشدخان پر ځای ابراهیم ځدراڼ د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کپتان وټاکه. کرکټ بورډ دا پرېکړه نن په یوه خبري کنفرانس کې د سرېلانکا پر وړاندې سیالیو ته د لوبډلې د اعلان په ترڅ کې اعلان کړه. له څه مودې راهیسي د کرکټ بورډ له لوري د راشدخان پر ځای د ابراهیم ځدراڼ د کپتانۍ په اړه اوازې خپرېدې. په دې کنفرانس کې کرکټ بورډ د سرېلانکا پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د دواړه فارمټونو لپاره لوبډلې هم اعلان کړې. ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې درې شل اوره او درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта