Добавить новость

کابولوف: روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل منځګړیتوب وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې هوارې شي. کابلوف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په مسکو کې د طالبانو د حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره د کتنې پر مهال وکړې. په مسکو کې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابلوف وروستۍ شخړې د اندیښنې وړ بللي او زیاته کړې ده چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره پر همدې موضوع خبرې کړي، خو جزییات یې روښان نه دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта