Добавить новость

د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړي چې په کندهار کې یې ځواکونو اوه پاکستانۍ پوستې نیولې دي

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۷ پوستې نیولې دي. د دې وزارت ویاند عنایت ‌الله خوارزمي نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې دغه راز ادعا وکړه چې دغو ځواکونو بیګا شپه د پاکستان لسګونه سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي. تر اوسه د طالبانو دا ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې او د پاکستان چارواکو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. خو تردې مخکې پاکستاني چارواکو هم ورته ادعا کړې وه چې ګواکې د دواړو غاړو تر منځ په نښتو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта