سینټکام: "نن ورځ ان یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده"
د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام وایي، ځواکونو یې تر اوسه د یوه اوبتل په ګډون د ایران ۱۷ بېړۍ له منځه وړي او نږدې دوه زره هدفونه یې په ایران کې په نښه کړي دي. د سینټکام قومندان برد کوپرد سې شنبې په ورځ د مارچ په دریمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل : " نن ورځ حتی یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده."
نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې له ۵۰ زرو څخه زیات پوځیان، ۲۰۰ جنګي الوتکې، دوه الوتکه وړونکې بېړۍ او امریکایي بم غورځوونکې الوتکې برخه لري...