د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا او نیو زیلینډ نن نیمه پایلوبه لري
د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.د هند د کلکتې په عدن باغونو لوبغالي کې د مارچ څلورمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام دویمه پایلوبه د مارچ پر پینځمه د کوربه هند او انګلستان (انګلینډ) ترمینځ وشي.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې...