ولسمشر ټرمپ؛ ایران له امریکا مخکې د برید پلان درلود
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"ایران له امریکا متحده ایالاتو مخکې د برید پلان درلود".
هغه دا خبره سه شنبه د (مارچ۳ مه) په سپینې ماڼې کې د جرمني له صدراعظم فردریش مرتس سره په یوې کتنې کې خبریالانو ته وکړه.
د ټرمپ په ټکو،"فکر کوم هغوي (ایرانیانو) غوښتل چې لومړی برید وکړي او ما نه غوښتل چې داسې یو څه وشي".
هغه وړاندې وویل، "ځکه مې پر ایران د برید امر وکړ چې د خبرو اترو له دریدو سره مې داسې "احساس وکړ" چې ایران پر امریکا د برید پلان لري".
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په جینوا کې د ایران...